سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو کرکېله زیاته شوې خو صادرات یې کم شوي دي. افغانستان په تېره بیا هرات ولایت هغه ځای دی چې د زعفرانو د کرلو لپاره مناسبې ځمکې او هوا لري. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په تېره یوه کال کې بېلابېلو هېوادونو ته د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۹ ټنه زعفران صادر کړي دي. خو شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال د زعفرانو صادرات د ۱۴۰۲ کال پرتله ۸ ټنه کم شوي دي. د افغانستان د زعفرانو اتحادیه هم وايي، د کرکیلې کچه لوړه شوې او کروندګرو زعفرانو ته لا زیات پام اړولی دی. د دغې اتحادیې پر باور، که د کرکیلې دا بهیر همداسې دوام وکړي، اټکل کېږي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې به د ټول هېواد زعفران څه باندې ۶۵ ټنو ته ورسېږي.