د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار وایي چې، پېښه د سید اباد ولسوالۍ لوړې سیمې اړوند د کابل-کندهار پر لویه لار رامنځته شوې ده. د هغه په خبره، په دې پېښه کې د درېو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون اووه تنه مړه شوي او د پنځو ماشومان په ګډون لس تنه نور ژوبل دي. نوموړی زیاتوي، ټپیان د سیمې او ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.