د ازبکستان او د افغانستان د کرنې وزارت لوړپوړي ګډ پلاوي ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې دې ولایت کې د کرنې اومالدارۍ له فعالیتونو څخه لیدنه کړې ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دغه پلاوي د سفر موخه د کرنیزو ظرفیتونو ارزونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا ښودلې ده.