د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د مې درېیمې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د خلکو ازادي د مطبوعاتو له ازادۍ سره تړلې ده. او خبریالان باید وکولی شي په ټوله نړۍ کې له وېرې او تبعیض پرته راپورونه وړاندې کړي. ګوترېش زیاته کړې چې ژورنالیزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کیږي او خبریالان د بریدونو، نیول کېدو، سانسور، تاوتریخوالي او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دي. د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ د رسنیو د ازادۍ ارزولو، دفاع او هغو خبریالانو ته د درناوي په موخه نمانځل کیږي چې د دندو پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.