په افغانستان کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کورومايا کابل کې د خوارځواکۍ له یوه مرکزه د لیدنې پر مهال ویلي، چې جاپان د خوارځواکۍ په برخه کې له افغان کورنیو سره همکاریو ته ژمن دی. د خوړو نړۍوال پروګرام د خبرپاڼې لهمخې، کورومایا زیاته کړې چې پر خوارځواکۍ د اخته مېندو او ماشومانو حالت زړه بوږنونکی دی خو د خوړو نړۍوال پروګرام او د دوی د شریکانو مرستې هیله بښونکې دي. جاپان تازه د خوړو له نړۍوال پروګرام سره اووه میلیونه ډالره مرسته کړې. د دغه بنسټ په خبره، دغه بودجه به په راتلونکو درېیو میاشتو کې ۳۰ زره کورنیو ته د بېړنیو خوراکي مرستو د رسولو، د ۶۰ زره امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو او پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ملاتړ او ۳۰ زره زده کوونکو ته د ورځینو خوراکي مرستو زمینه برابره کړي.