د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړۍوال فدراسیون د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. یاد فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه غوښتنه ورځ تر بلې د کډوالو زیاتېدونکي ناورین ته د پاملرنې او د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره د ۲۵ میلیونه سویسي فرانکو مرستې د را ټولولو په موخه شوې ده. یاد فدراسیون اټکل کړی، چې په ورځني توګه له څلورو څخه تر شپږو زرو افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته ستنېږي.