د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د بېړنۍ څانګې نوې معیاري ودانۍ د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ذبیح الله حسیني ویلي، چې دغه نوې ودانۍ پر ۱۲۰۰ متره مربع ځمکه جوړه شوې، چې په یوه وخت کې د شلو ناروغانو د درملنې وړتیا لري او په لازمو طبي وسایلو سمباله شوې ده. هغه زیاته کړې، چې دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې ده. نوموړي همدارنګه ویلي چې ژر به دغه روغتون د ام. آر. آی. او سي. ټي. سکن. په وسایلو هم سمباله شي.