په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۹۰ زره ۳۳۸ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۴ زره او ۶۶۳ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.