د چين د ترانسپورټ وزارت د مې په ۲مې نېټې خبر ورکړ، د کارګرو نړيوالې ورځې په مناسبت د رخصتيو په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې کابو ۳۳۲ميليونه ۷۱۴۰زرو تنو تګ راتګ کړی. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۲سلنه زياتوالی موندلی دی.
د اورګاډيو په وسيله د تګ راتګ کسانو شمېر ۲۳ ميليونه ۱۱۹۰ زرو تنو ته رسېدلی چې ۱۱.۷ سلنه زياتوالی يې موندلی، د بېړيو په وسيله د تګ راتګ کسانو شمېر ۱ميليون او ۶۴۹۰ زره تنو ته رسېدلی چې ۸۷.۵سلنه زياتوالی ښيي او د الوتکو په وسيله د تګ راتګ کسانو شمېر ۲ميليونه ۳۳۶۰ زره تنو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۸.۹ سلنه زياتوالی موندلی دی.