د ارمنستان ولسمشر واهاګن خچاتوريان د مې په دوهمې نېټې په دغه هېواد کې د چين د نوي سفير لي شين وی باورليک ومانه او ورسره د کتنې په ترڅ کې يې څرګنده کړه چې ارمنستان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې له چين سره د لوړ پوړو چارواکو تګ راتګ زيات کړي، متقابل سياسي باور ټينګ کړي، په مختلفو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي، لا لوړې سويې ته دوه اړخيزې اړيکې ورسوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.
د چين سفير لي شين وی د اپرېل په ۲۶مه نېټه د ارمنستان پلازمېنې ايروان ته رسېدلی دی.