د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۹مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شانګهای کې د نوي پرمختيايي بانک له مقر څخه ليدنه وکړه او د دغه بانک له مشرې دېلما روسېف سره يې کتنه وکړه. دغه کتنه څه لاسته راوړنې لري؟ مېرمن روسېف له تېرو لسو کلونو راهيسې د نړيوالو اقتصادي همکاريو په پرمخ بېولو کې د دغه بانک د کړو خدمتونو څنګه ارزونه کوي؟
د چين مېډيا ګروپ په دې وروستيو کې په دې اړه د نوي پرمختيايي بانک له مشرې روسېف سره ځانګړې مرکه وکړه.
مېرمن روسېف د ځانګړې مرکې په ترڅ کې له رئيس شي جين پينګ سره خپله کتنه ډېره بريالۍ وبلله او ويې ويل چې نوی پرمختيايي بانک اوس د برېکس هېوادونو د همکارۍ ميکانيزم يوه نمونوي لاسته راوړنه ګرځېدلې ده.
هغې هيله وښوده چې د څواړخيزم او لا زياتو همکاريو پر بنسټ يوه نوې نړۍ جوړه شي.