د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اپرېل په ۲۹مه نېټه شانګهای ته د سفر په موده کې د بريکس هېوادونو د پرمختيا له نوي بانک څخه ليدنه وکړه او د دې بانک له مشرې روسيف سره يې هم وليدل.
رئيس شي جين پینګ له روسيف سره د ليدو پر مهال د ياد بانک د ودې جريان ياد کړی او ويلي يې دي چې په وروستيو کلونو کې مې تل د بريکس هېوادونو د پرمختيا د نوي بانک پرمختګ ته پاملرنه کړې ده.
د ۲۰۱۴م کال په جولای کې د چين، برازيل، روسيې، هند او جنوبي افريقا مشرانو د بريکس هېوادونو د مشرانو د شپږم ملاقاتو په موده کې د برازيل په فورټالیزا کې د بريکس هېوادونو د پرمختيا د نوي بانک د جوړېدو تړون په لاسليکوونکو مراسمو کې ګډون کړی و.
روسيف چې پخوا د برازیل ولسمشره وه، د دغې لوړې او ژورې د یادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې پر دې وياړم چې نن ورځ د بريکس هېوادونو د پرمختيا د نوي بانک په مقر کې له محترم رئيس شي جين پینګ سره ګورم. په ۲۰۱۴م کال کې مې له رئيس شي سره يو ځای نړيوالو ته د دغه بانک د جوړېدو اعلان وکړ. رئيس شي جين پینګ د دې بانک د ودې او پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره ډېرې هڅې کړې او په دې برخه کې عیني شاهد ګرځېدلي دي.
د ده په هڅو سره ياد بانک د ۲۰۱۵م کال په جولای کې په شانګهای کې په رسمې توګه جوړ او اړوند هیله يې هم رښتيا شو.
له لسو کلونو راهيسې دغه بانک ۱۲۰ پروژې منظورې کړې او اړوندو هېوادونو ته يې شاوخوا څلوېښت ميليارده امريکايي ډالره پورونه ورکړي چې په نړۍ کې يې د سراسري جنوب هېوادونو له خوا د پيسو د راټولولو لپاره اسانتياوې برابرې کړې او د پرمختيایي هېوادونو له يووالي او همکاريو څخه رښتينی ملاتړ يې هم کړی دی. په تېرو څو کلونو کې د دې بانک په پرمختګ سره سره د غړو هېوادونو شمېر هم د جوړېدو په پيل کې له پنځو څخه اتو ته زيات شوی او لاهم ډېر هېوادونه غواړي چې د دې بانک غړيتوب تر لاسه کړي.
په تېرې طلايي لسيزې کې له چټک پرمختګ څخه د بريکس د همکاريز ميکانيزم زياتېدونکې اغېز او لا پیاوړې شوې جاذبه، په نړيوال اداري سيستم کې د پرمختيايي هېوادونو د بيان زيات شوي حقونه او په نړۍ کې د سراسري جنوب هېوادونو پرمختيایي ځواک ښکاري.
اوس مهال د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو عمومي اقتصادي اندازه د نړۍ په سلو کې له څلوېښتو څخه زياته شوې او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خدماتي انډول يې په سلو کې اتياوو ته رسېدلی دی. د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونه چې پخوا اقتصادي وضعيت يې وروسته پاتې و، اوس له خوځنده ځواک څخه ډک پر اقتصادي ځواک بدل شوی دی. ډېرو وګړو د سراسري جنوب هېوادونو پرمختګ ته پاملرنه کړې ده.
نو دغه بانک به په راتلونکې کې په کوم لوري روان شي؟ په دې اړه رئيس شي جين پينګ داسې ويلي چې موږ بايد اصلي موخه پلې کړو او د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو له پرمختیايي اړتياوو سره سم د باکيفيته، لږ لګښت لرونکو او دواملرونکو بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ په برخه کې د اړوندو هېوادونو لپاره د پيسو راټولولو زمينه برابره کړو. د دې ترڅنګ د خپله اداره لا پياوړې کړو، لا زيات علمي او تخنيکي، پولي او پولي پروژې دې پلې کړو، څو د پرمختيايي هېوادونو د ډيجيټلي پرمختیایي واټن لرې شي او زرغوني او ټيټ کاربن لرونکي پرمختګ چټک شي. سربېره پردې موږ دې د نړیوال پولي جوړښت د اصلاحاتو په تړاو بحثونو کې د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو اوازونه پورته کړو، د دغو هېوادونو حقه حقونه وساتو او د عصري کېدو په لور کې د سراسري جنوب هېوادونو له روانېدو څخه ملاتړ کړو.
د رئيس شي جین پینګ دغه وړانديزونه د دې ښکارندويي کوي چې چين د يوه لوی هېواد په توګه د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ د لا پياوړتيا، په نړيوالو چارو کې د پرمختیايي هېوادونو د استازيتوب او د بيان حق د تضمين او د نړۍ د ګډ او دواملرونکي پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره خپله مسؤلانه رويه غوره کړې ده. د دې ترڅنګ دا هم ښکاري چې د چين او سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېر امکانات لري.
اوس نړيوال وضعيت د بدلېدو په حال کې دی. د رئيس شي جين پينګ له ياد سفر څخه ښکاري چې چين هر څومره چې له ستونزو سره مخ دی، هغومره پر ورخلاصون او همکارۍ ټينګار لري.