د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې پرون د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په دوامداره لړۍ کې ۶۲۱ افغان کډوال هیواد ته را ستانه شوي. په دې ډله کې ۲۲۸ تنه هغه افغانان دي چې قانوني اسناد لري، خو ۱۵۸ نور بیا هېڅ ډول د مېشتېدو قانوني اسناد نه لرل. همداراز د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې له ملګرو ملتونو سره ثبت دي، د روان زېږدیز کال د جون تر پایه وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې تر یادې نېټې وروسته به د پي او ار کارت لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات پیل شي او پولیس به هغوی په زور بېرته افغانستان ته واستوي. چارواکو ټینګار کړی، چې دا ځل د افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه نه بدلېږي.