د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د دې ادارې د عمومي رییس عبدالقاهر ادریس له لوري هېوادوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د خدمتونو د چټکتیا په موخه بلخ کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو. ادریس د دې مرکز د پرانیستې مراسمو کې ویلي، هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د عامه خدمتونو وړاندې کول چټک او اسانه کړي. نوموړي زیاته کړې، چې له هېواده بهر خپلو خلکو ته د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز فعال دی او ډېر ژر به ایران کې هم د آسان خدمت مرکز پرانیستل شي.