د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا او د افغانستان لپاره د اسیايي پراختیا بانک له مشر ډېويډ جې هېل سره کتلي دي. مالیې وزارت وايي، چې دې کتنه کې د جاپان سفیر او د اسیایي پراختیا بانک مشر په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د لا پراختیا ژمنه کړې ده. دغه راز د یاد وزارت مرستیال د جاپان سفارت او د اسیایي پراختیا بانک فعالیتونه ګټور بللي او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.