د چين د خارجه وزارت وياند اعلان وکړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين په بلنه د مې له ۷مې نه تر ۱۰مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړي او په مسکو کې به د پخواني شوراوي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاعي جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې د ياد په مراسمو کې حاضر وي.