د چين د حکومت لخوا د بيړنيو بشري مرستو ۱۱مه جوپه د مې د ۲مې نېټې په شپه د ميانمار رنګون ایالت ته رسېدلې. په ميانمار کې د چين مستشار او يانګ داو يونګ او د رنګون ايالت مشر د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی دی.
په دې مرستو کې د لنډمهاله اوسېدو لپاره ۳۴۰ اوسپنیز کورونه شامل دي.
يوې ځايي رسنۍ د مې په ۳مه نېټه خبر ورکړ، د مارچ په ۲۸مه نېټه چې په میانمار کې سخته زلزله شوې وه، د روانې مياشتې تر ۲مې نېټې پورې يې د مړو شمېر ۳۸۳۹ تنه ، د ټپيانو ۵۱۰۵ تنه او د ورک شویو کسانو شمېر ۱۰۱ تنه ښودل شوی دی.