د مې څلورمه نېټه د ځوانانو له ملي ورځې سره برابره ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې نړيوالې ورځې په درشل کې د شينجيانګ د قرغېز کورواک ښار د هاراجون علاقه دارۍ په شعيت ابتدايي ښوونځي کې د داوطلبو ښوونکو ډلې ټولو غړو ته ځوابي پيغام استولی او پکې يې د هېواد ټولو ځوانانو ته د يادې نړيوالې ورځې په مناسبت مبارکي ويلې ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، تاسو د ګوند په بلنه د هېواد لويديځو او سرحدي سيمو ته تللي یئ او هلته مو د ښوونکو دنده پر غاړه واخيستې، ځايي ښوونيزو چارو ته مو پرمختګ ورکړی، قومي يووالی مو پياوړی کړی، د سرحدي سيمو په ثبات او پرمختګ کې مو مثبت رول لوبولی او د خپل ځان لپاره مو زياتې قيمتي تجربې هم راټولې کړې دي.