په کابل کې د “نویسا” ښوونځي سلګونو زدهکوونکو ته د ماشومانو لپاره ځانګړی ښوونیز کتاب، د غوټۍ کوچنی ټولګی، په وړیا ډول وویشل شو. دا کتاب د چین میډیا ګروپ CGTN پښتو څانګې خبریالې غوټۍ له لوري لیکل شوی، چې موخهیې د چاپېریال ساتنې، د اوبو ارزښت، اقلیمي بدلونونو، او د طبیعي سرچینو د خوندي ساتنې په اړه د ماشومانو پوهاوی لوړول دي.
د کتاب د ویش ترڅنګ، ماشومانو ته د یاد کتاب موضوعاتو پر بنسټ جوړې شوې ښوونیزې ویډیوګانې هم وښودل شوې. دغه ویډیوګانې، چې د غوټۍ لخوا جوړې شوې دي، د افغانستان په یو شمېر ټلویزیوني چینلونو هم خپرې شوې دي او د زدهکوونکو لپاره یو نوی او انلاین فرصت ګڼل کېږي.
د اکسوس کتاب پلورنځي مسؤل، صفيالله ناصري، د کتاب د ویش پر مهال وویل: “نن نړۍ بدلېږي، ټکنالوژي ورځ تر بلې پراخېږي، خو کتاب لا هم زموږ د ودې او پرمختګ بنسټ دی. دا یو مهم اقدام دی، چې ماشومان له داسې مهمو مسایلو سره اشنا شي چې د دوی د راتلونکي ژوند بنسټ جوړوي.”
زدهکوونکو د کتاب له لوستلو سره د اوبو ارزښت، د وچکالۍ لاملونه، د باران د رامنځته کېدو پروسه، او له طبیعي سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې لارې زده کړې. یو شمېر زدهکوونکو وویل، چې دا ډول معلومات یې مخکې نه درلودل او دا کتاب به یې د فکر او پوهې کچه لوړه کړي.
همداراز، د نویسا ښوونځي یو شمېر ښوونکو وویل، چې دا کتاب د ژوند له مهمې اړتیا “اوبو” سره د ماشومانو اړیکه روښانه کوي. د دوی په وینا، دا یو مهم نوښت دی چې نه یوازې د کتاب له لارې بلکې د انلاین ویډیوګانو له لارې هم ماشومانو ته پوهاوی ورکوي، او دا ډول زدهکړه کولی شي د راتلونکو نسلونو فکري بنسټونه قوي کړي.
د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد، ګل رحمان رحماني، دغه کتاب د ماشومانو لپاره یو لوی نوښت وباله. هغه وویل: “د غوټۍ درسونه او د هغې د کتاب چاپ شوې بڼه د ماشومانو لپاره یوه مهمه پانګه ده. ماشومان د طبیعت له رازونو، اقلیمي ستونزو او د چاپېریال ساتنې له بنسټیزو اړخونو سره اشنا کوي، چې دا یو مهم پرمختګ دی.”
د یادونې وړ ده، چې د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب تراوسه ګڼ شمېر ماشومانو ته په وړیا ډول ویشل شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده. د دغه ښوونیز نوښت هدف دا دی، چې افغان ماشومان د خپلو طبیعي سرچینو، چاپېریال او ژوند چاپېر مسوولیت درک کړي او په عمل کې یې خوندي وساتي.