د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د نږدې ۱۵میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ له هېواده بهر صادرې شوې دي. د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي پاکستان، ایران، هالنډ، ترکمنستان، المان، امریکا، هند او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان د غالیو مهم پېرودونکي دي. په همدې حال کې د غالیو اوبدونکو او صادروونکو ټولنه افغاني غالۍ اوبدنې ته، د بهرنیو لېوالتیا ته په اشارې وايي، چې اړتیا ده، چې بهر ته د غالیو په لېږد کې اسانتیاوې رامنځته شي. غالۍ اوبدنه د افغانستان مهم صنعت دی، چې تر ډېره پرې خلک په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل کې بوخت دي.