د مایکروسافټ شرکت مسوولینو ویلي، سکایپ اپلېکېشن له څه باندې ۲۲ کلونو وروسته نن رسمآ تړل کېږي. سکایپ په ۲۰۰۳ کال کې چې ځیرک ټیلیفونونه عام نهوو، د غږیزې او ویډیويي اړیکې لپاره تر ټولو غوره وسیله بلل کېده او میلیونونو کسانو کاراوه، خو وروسته یې خپل کاروونکي له لاسه ورکړل. مایکروسافټ په ۲۰۱۹ کال کې د «ټیمز» په نوم اپلېکېشن چې د سکایپ ټول قابلیتونه لري، بازار ته وړاندې کړ او دا هم د سکایپ کارونکو د کمېدو ستر لامل ګڼل کېږي. د مایکروسافټ شرکت د مالوماتو له مخې، د دوی د نوي ټیمز اپلېکېشن څخه دا مهال شاوخوا ۳۲۰ میلیون کسان کار اخلي.