پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د پنجاب ایالت په سوېلي سیمه بهاولپور کې د تندر پرېوتو په پېښه کې څلور تنه مړه شوي او څو تنه نور ټپیان دي. د پنجاب د طبیعي پېښو مدیریت ویلي، چې ټپیان تر درملنې لاندې دي او له خلکو یې غوښتي چې د ورښتونو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي.