د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال محمد زاهد احمدزي په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرانو د غير قانوني لېږد د مخنيوي په اړه ناسته شوې ده. ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د افغان کارګرانو د غیر قانوني لېږد د مخنیوي پر لارو چارو، د خپلو اړوندو مسووليتونو او هلته شته ستونزو ته د رسېدنې او حل پر څرنګوالي خبرې شوې دي. احمدزي له اړوند حکومتي ادارو غوښتي، چې د کارموندنې له خصوصي شرکتونو سره په ګډه همکارۍ او همغږۍ د غير قانوني انساني قاچاق په مخنيوي کې اغېزناک او کوټلي ګامونه واخلي.