په کندوز کې د اوبو رسولو یوې شبکې په ګټې اخیستنې سره، سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کندوز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په مسکین آباد بالا او پايين کليو کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت، د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادې شبکې د تطبیق په بهیر کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې ۳۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.