د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال صدر اعظم عثماني سره د سرپرست حکومت د پلاوي د وروستي سفر او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې عثماني خپل سفر ته په اشارې سره له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړي دي. د عثماني په وینا، ایراني چارواکو ژمنه کړې، چې د سرپرست حکومت په همکارۍ به په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته اړین اسناد ووېشي. په ورته وخت کې، مولوي عبدالکبیر د سرپرست حکومت د پلاوي وروستی سفر اغېزناک بللی او ویلي یې دي، چې دوی د کډوالو ستونزو حل له لومړیتوبونو څخه ګڼي او هڅه کوي چې د دوی ستونزې له هرې ممکنې لارې حل کړي.