د چين د خارجه وزارت د وياندانو دفتر د مې په ۴مه نېټه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پينګ به ډېر ژر له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړي او په مسکو کې به د پخواني شوراوي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاعي جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې د ياد په مراسمو کې برخه واخلي.
د چين د خارجه وزارت د وياندانو دفتر د رسنيو اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.
پوښتنه: چين تازه روسيې ته د رئیس شي جين پينګ د رسمي سفر او د پخواني شوراوي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاعي جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې د ياد په مراسمو کې د نوموړي د ګډون خبر ورکړی، نو د رئيس شي جين پينګ د دغه سفر اجنډا څه ده او له روسيې سره د اړيکو په اړه د چيني لوري اميد څه دی؟
ځواب: اوسمهال نړۍ د پېړۍ له بې ساري سخت بدلون سره مخ ده او په ورته وخت کې بیا نړيوال نظم هم د تنظيمېدو په حال کې دی. د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دواړو هېوادونو تاريخي او ستراتيژيکو اړيکو ته په کتو په خورا پيچلي بهرني چاپېريال کې د نوې زمانې اړيکو لارښوونه کوي، څو دواړه هېوادونه پر تلپاتې نيک ګاونډيتوب، هراړخيز ستراتيژيک مشارکت او د متقابلو ګټو پر همکاريو ټينګار ولري.
رئيس شي جين پينګ به دا ځل په رسمي بلنې له روسيې څخه ليدنه وکړي او هلته به له خپل روسي سیال ولاديمير پوتين سره د دواړو هېوادونو د نوې زمانې اړيکو د پرمختګ او يو لړ مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ستراتيژيکې تبادلې وکړي.
باور دا دی، چې د دواړو مشرانو احتمالي مهمه اجتماع به د چين او روسيې متقابل سياسي باور لا ټينګ کړي، د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريو محتويات به غني کړي، په مختلفو ساحو کې به خپلمنځي واقعي همکارۍ پرمخ بوځي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي او نړيوالې ټولنې ته به لا زيات ثبات او مثبت ځواکونه برابر کړي.
سږ کال د جاپان د تېري کوونکو پر ضد د چينایانو د جګړې او د پخواني شوراوي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاعي جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کليزې سره برابر دی. چين او روسيه په اسيا او اروپا کې د دوهمې نړيوالې جګړې د عمده او لویو جنګي ډګرونو په توګه د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب او د خپلو ملتونو او هم د نړۍ د ګردو انسانانو د ژغورلو لپاره خورا زياتې قربانۍ ورکړي او ستر تاريخي خدمتونه يې کړي دي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين موافقه کړې، چې په ګډه به تاريخ وساتي، د قربانيانو درناوی به وکړي، د دوهمې نړيوالې جګړې سمې نظريې به خپرې کړي او د دې نړيوالې جګړې لاسته راوړنې، ورپسې رامنځته شوی نړيوال نظام او نړيوال عدالت او مساوات به خوندي وساتي.
د پخواني شوراوي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاعي جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې د ياد په مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ رسمي ګډون به د نوموړي د سفر د اجنډا يوه مهمه برخه او ځانګړې تاريخي شېبه وي، چې دا او هم د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې په فعاليت کې د چين او روسيې د متقابل ملاتړ ښه ښکارندويي کوي.
روان کال د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کليزه ده. چين او روسيه دواړه د ملګرو ملتونو بنسټ ايښودونکي او د امنيت شورا دايمي غړي دي او د دغه نړيوال سازمان په محور د نړيوال سيسټم په ساتلو کې ځانګړې او مهمې وظيفې پرغاړه لري.
چين او روسيه به د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس په شمول څو اړخيزو ميکانيزمونو کې خپلمنځي همغږي او همکارۍ پر له پسې نژدې او زياتې کړي، د سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ يووالی به پراخ کړي، پر سم لوري به د نړيوالې ادارې د پرمختګ هڅه وکړي، له يواړخيزم او تسلط سره به ټينګ مخالفت وکړي او په ګډه به د يوې مساوي، منظمې او څواړخيزې نړۍ ابادي او د ټولګټو او ټولشموله اقتصادي چارو جهاني کېدل پرمخ بوځي.