د مې د ۴مې نېټې په ماسپښين د چين د ګوي جو ولايت د بي جيا ښار په اړوند د چيان شي ښارګوټي د هوا وو کلي په يوه سلانيزه سيمه کې يوه مسافر وړونکې بېړۍ ډوبه شوه.
راپورونه وايي چې په دې پېښه کې درې تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۶۰ ټپيان او ۱۴ تنه ورک شوي دي.
خبر وايي چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي او د ورک شويو کسانو د لټولو او ژغورلو چارې روانې دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دې پېښې ته جدي پاملرنه کړې او د ژغورنې د عملیاتو د چټکېدو امر يې کړی دی.
شي جين پينګ له اړوندو ځايي ادارو څخه غوښتي، چې تر وسې پورې د ورک شويو کسانو د لټولو او د ټپيانو د ژغورلو چارې په ښه توګه تر سره کړي او د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړي.
شي جين پينګ د بېلا بېلو سيمو له ادارو څخه غوښتي، چې له دغې پېښې څخه درس واخلي او د سيلانيزو سيمو، د ګڼې ګوڼې ځايونو، استوګنيزو سيمو او ټرانسپورټي لارو د خونديټوب او د سختو پېښو د مخنيوي لپاره اقدامات پياوړي کړي.