د روسيې لومړي چینل د مې په څلورمه د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین مستند فلم خپور کړی چې پکې يې ویلي، په اوسنیو حالاتو کې د روسيې او چین اړیکې ژور ستراټژيک اهمیت لري.
ده دغه راز ویلي چې کله دی ۲۵ کاله مخکې د لومړي ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو، نو دې ته يې پام شو چې د نړۍ د اقتصادي پرمختګ مرکز د آسیا او آرام سمندر سيمې ته لیږدول شوی دی.
ده زیاته کړې چې روسیه په فعاله توګه له چین سره اړیکې پراخوي ترڅو د نړۍ د ثبات لپاره یو قوي بنسټ جوړ کړي.
پوتین ټینګار وکړ چې په اوسنیو حالاتو کې د روسیې او چین اړیکې ژور ستراتیژیک اهمیت لري. هغه ویلي چې نړیوال کړکېچ کم شوی نه دی، بلکې مخ پر زياتېدو دی.
دی وايي چې د روسیې او چین ترمنځ د باور وړ او باثباته اړیکې پخپله د نړۍ ثبات پیاوړی کوي.