د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له والي مولوي مهرالله حماد سره کتلي دي. سرچینې ویلي په دې کتنه کې د پکتیا والي په یاد ولایت کې د کډوالو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي د پر مخ تللو چارو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ته مالومات ور کړي، چې په یاد ولایت کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې پرانیسته وشي. د پکتیا والي په یاد ولایت کې له کډوالو سره د مرستې او په لنډمهاله پنډغالي کې د اړینو اسانتیاوو چمتو کولو یادونه وکړه او وړاندېز یې وکړ، چې د یو شمېر بې وزلو لاس نیوی او د کورو په رغولو کې دې ورسره مرسته وشي. مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د مرستې او هغوي ته د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د ا.ا د مسولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې په ښارګوټو کې د ځمکو په وېش سره به د کډوالو ډېرې ستونزې هوارې شي. نوموړي زیاته کړې، چې ا.ا د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو هڅې پيل کړې او تمه ده چې مرستندویه ادارې او بنسټونه هم په دې برخه کې همکاري وکړي.