د زابل ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د ملي تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې په موخه یاد ولایت کې د لومړي ځل لپاره نندارتون جوړ شوی دی. د یاد نندارتون مسوولینو ویلي، چې دغه نندارتون به د روانې غويي میاشتې تر ۱۸مې دوام وکړي. د دوی په خبره په دې نندارتون کې ۴۲ خصوصي شرکتونو ګډون کړی او موخه داده، چې د هیواد داخلي تولیداتو ته پکې بازارموندنه وشي. ځایي چارواکي وایي، چې د زابل مرکز کلات ښار کي دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ملي تولیداتو لپاره نندارتون پر لار اچول شوی دی. د یادونې ده، چې پدې ملي نندار کې ۴۲ شرکتونه ګډون لري او د زابل وچه مېوې او لاسي صناعیې پکې نندارې ته کېښودل شوي دي. په ورته مهال د زابل مرستیال والي مولوي محیبالله حماس ویلي، چې د ولایت مقام هڅه کوي دا ډول پروګرامونه داسې طرحه کړي چې ولس او خصوصي سوداګرو ته عملي ګټه ورسوي. نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی چې د ولایت مقام به له ورته پروګرامونو بشپړ ملاتړ وکړي.