د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د چین د ډونګفېنګ موټرو شرکت له استازي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې، د ډونګفېنګ شرکت استازي خپله لېوالتیا څرګنده کړې چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او اعلان یې کړی چې دغه شرکت به د درې نیمو کلونو په ترڅ کې د څلورو پړاوونو له لارې د افغانستان د موټرو جوړولو په سکتور کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي. دوی زیاته کړې چې له دې لارې به هر کال دوه زره موټر جوړ کړي. د صنعت او سوداګرۍ مرستیال ټینګار کړی چې حکومت یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره عادلانه چاپېریال ته ژمن دی او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ډونګفېنګ شرکت استازي ویلي، چې دا پروژه به په افغانستان کې ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي. دیادونې ده، چې یاد شرکت پلان لري بېلابېل وسایط، لکه ګړندي موټر، لارۍ، امبولانسونه او بسونه بازار ته وړاندې کړي او دغه وسایط به پر افغانانو په قسطونو وپلوري.