د چین ټرانسپورټ وزارت خبر ورکړ چې د اټکل له مخې د مې په ۵مه نېټه په دغه هېواد کې د خلکو دتګ راتګ شمېر له ۲۶۰ میلیونو څخه زیات شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی لري. سرچینې ویلي چې تمه کیږي د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې به په چین کې د خلکو د تګ راتګ شمېر یو اعساریه ۴۶۷ ملیارډو ته ورسیږي.
د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې د اورګاډي سفرونو له پیل څخه د روانې میاشتې تر ۴مې نېټې پورې، له ۱۰۰ میلیونو څخه ډیر مسافر لیږدول شوي او ټرانسپورټ خوندي، اسانه او منظم شوی دی.
د سرچینې په وینا، اټکل کېږي چې په دې رخصتۍ کې به د ملکي الوتکو له لارې ۱۱ میلیونه او ۱۵۰ زره مسافرین لیږدول شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاریه ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.