د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې یوازې په تېرې اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲۸۰ زرو ډېر کډوال ستانه شوي دي. دغه بنسټ د یو راپور په خپرولو سره ویلي، ستانه شوي افغان کډوال اوس له یو ناروښانه راتلونکې سره مخ دي. د راپور له مخې؛ ډېری دغه کډوال تش لاس له پاکستان نه تللي او اوس په افغانستان کې د خپل ژوند د بیا پیل لپاره مرستې ته اړتیا لري. راپور زیاتوي، یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۴۴زره افغانان له پاکستان نه راستانه شوي، چې نږدې ۳۰ زره یې هغه کسان دي چې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.