په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له روغتیا نړیوال سازمان سره په ګډه یې په کابل کې له اندراګاندي روغتون سره د روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې ده. سرچینې زیاته کړې، چې په دغو روغتیايي تجهیزاتو کې د اکسیجن طبي ماشین، د برونکوسکوپۍ ماشین او د برېښنا مولد دی. د یاد بنسټ په خبره، دا پروګرام چې بودیجه یې اروپايي ټولنه ورکوي، بې شمېره ماشومانو او نوزېږو ته خدمات او مرستې چمتوي کوي. اروپايي ټولنې زیاته کړې چې ژمنه ده د افغانستان د روغتیايي سکټور په ګډون له بېلابېلو برخو سره مرسته وکړي.