د هند پوځ خبر ورکړی، چې په کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې ملکي کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د هند د بریدونو په پایله کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي. له دغو بریدونو وروسته هند پر پاکستان د خپلو پوځي عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل، چې دغه اقدامات هدفمند او دقیق و. دوی زیاته کړې چې هېڅ ملکي، اقتصادي یا د پاکستان پوځي هدفونه پکې نه دي په نښه شوي؛ بلکې یوازې ترهګریزې اډې تر پېژندلو وروسته په نښه شوې دي.