د پاکستان د پنجاب ایالتي چارواکو اعلان کړی، چې پر دغه هېواد د هند د تېرې شپې له برید وروسته په دې ایالت کې تعلیمي ادارې رخصت شوې دي. د راپورونو پر اساس د هند په جمو کې هم ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي دي. د جمو زون مشر رامېش کمار ویلي، اوسني وضعیت ته په کتو به نن په جمو، سامبا، کتوا، راجوري او پونچ کې ټول ښوونځي، کالجونه او ښوونیزې ادارې رخصت وي.