امریکايي رسنیو ویلي، چې سره سمندرګي کې یوه بله امریکایي اېف اې ۱۸ سوپر هورنت جنګي الوتکه «د هري ایس ټرومن» هوایي بېړۍ څخه نسکوره شوې ده. د سرچینې په خبره، دا الوتکه د ناستې پر مهال له ستونزې سره مخ شوه. سرچینې ویلي، د الوتکې دواړه سورلۍ ژغورل شوې دي. د یادونې ده، دا په تېره یوه اونۍ کې په سره سمندرګي کې د ۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د امریکا دویمه جیټ الوتکه ده، چې لوېږي.