د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، کابل کې د ایران له سرپرست سفیر علي رضا بیکدلي سره پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د هېواد په کانونو کې پر پانګونې خبرې کړې دي. د کانونو وزارت د خبرپاڼې لهمخې، دغه کتنه کې د ایران سفارت سرپرست د کانونو په برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې غوښتنه کړې او د افغان ظرفیتونو پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.