د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې پر پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند د بریدونو په اړه اعتراض وړاندې کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ډول کړنې د سیمې سوله او امنیت ګواښي. د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خبرپاڼه کاږي، چې د هند دغه بریدونه ښکاره «تېری»، د پاکستان له حاکمیته سرغړونه او د ملګرو ملتونو منشور خلاف دي.