د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې دي. دا سیالۍ د یاد ولایت د فوټبال په لوبغالي کې د ورزشکارانو د هڅونې او سالمې تفریح په موخه تنظیم شوې دي، چې دوه ورځې به دوام وکړي. د سرچینې په وینا، دا سیالۍ به په درېیو کټګوریو کې ترسره شي او ټاکل شوې، چې د سیالیو په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شي.