د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۶مه نېټه د اروپايي شورا رئيس کوستا او د اروپايي ټولنې د کمېټې مشرې ون ديرلين ته د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د رسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري بدلونونه روان دي او انساني ټولنه بيا د لارې په تقاطع کې دريږي. ده د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ سالمې او ثابتې اړيکې يو د بل او نړۍ لپاره ګټورې بللې.
نوموړي دغه راز ويلي، چې دواړه خواوې بايد پر څو اړخيزم ټينګار وکړي، عدالت او برابري دې وساتي، له يو اړخيزې بادارۍ سره دې مخالفت وکړي، د نړيوالو ننګونو پر وړاندې دې لاس يو کړي، د برابرۍ په لوري دې د نړۍ د څو قطبي کېدو بهير ته پرمختګ ورکړي، د ګډو ګټو او ټولشموليت پر بنسټ دې د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير پر مخ بوزي او د نړيوالې سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره دې لا ډېر خدمتونه وکړي.
د اروپايي ټولنې مشرانو هم شي جین پينګ ته په دې مناسبت د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.
دوی په خپلو پيغامونو کې ويلي، چې اروپايي ټولنې له چين سره پراخې اړيکې ټينګې کړې او يو د بل ډېر مهم سوداګريز ملګري ګرځېدلي، چې دې چارې د دواړو خواوو د خلکو د ښېګڼو او د اقتصادي هوساينې په پراختيا کې مثبت رول لوبولی دی.
د اروپايي ټولنې دواړو مشرانو په دې اړه هيله ښودلې، چې له چين سره اړيکې او همکارۍ ژورې کړي، د ملګرو ملتونو د منشور اصول وساتي او د ګډو ننګونو د لرې کولو او د نړيوالې سولې، امنيت او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.