د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند خبر ورکړ، چې د دغه هېواد مرستیال صدراعظم هه لي فنګ به د مې له ۹ مې تر ۱۲ مې پورې له سويس څخه لېدنه وکړي او د دغه هېواد له مشرانو او اړوندو خواوو سره به خبرې وکړي، دغه راز نوموړی به د دې سفر پر مهال د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو خبرو د چيني لوري د مشر په توګه د امریکايي لوري له مشر سکوټ بيسنټ سره هم خبرې وکړي او سويس ته تر سفر وروسته به له ۱۲ مې تر ۱۶مې پورې فرانسې ته لاړ شي او له فرانسوي لوري سره به په ګډه د چين او فرانسې د لوړپوړو اقتصادي او مالي خبرو د لسم پړاو مشري وکړي.