د چين د خلکو بانک، د پولي چارو نظارتي ادارې او د اوراقو بازار د تنظيموونکي کمېسيون مسئولينو د مې په اوومه د دغه هېواد د دولتي شورا په مطبوعاتي غونډه کې د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ په پار د يولړ نويو پولي تګلارو په اړه معلومات ورکړي دي.
د چين د خلکو بانک مشر پان ګونګ شنګ اعلان کړی، چې بانک به يې د ستر اقتصاد د تنظيم او کنټرول لپاره د ۳ برخو ۱۰ تګلارې غوره کړي او نسبتا اسانه پولي سیاست تګلارې به عملي کړي، څو اقتصاد ته باکيفيته پرمختګ ورکړي.