د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د مې په ۷مه نېټه د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې د سختېدو په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې هند او پاکستان د چین ګاونډیان دي او چين د همدې ورځې په سهار وختي د هند د پوځي عملياتو په اړه خواشیني په ډاګه کړې او د اوسني وضعيت په اړه اندېښنه لري.
ده ویلي چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او له هند او پاکستان څخه يې غوښتي، چې سولې او ثبات ته لومړيتوب ورکړي، سړه سينه او زغم وساتي.
چین دغه راز له دواړو لوریو غوښتي چې له هغو کړنو څخه دې ډډه وکړي چې د وضعيت د لا پېچلي کېدو سبب ګرځي.