د چين د سوداګرۍ وزارت خبري وياند د مې په اوومه خبر ورکړی چې د دغه هېواد او امريکا ترمنځ د تجارت په اړه د لوړې کچې خبرې کېږي.
نوموړي وويل، د امريکا لوړپوړيو چارواکو پدې وروستيو کې په تعرفو کې د تعديل راوستلو په اړه پيغامونه ورکړي او هيله يې ښودلې چې په دې موضوع له چين سره خبرې وکړي.
ده زیاته کړې چې چيني لوري د امريکا پيغامونه په دقت ارزولي، د نړۍ د غوښتنو، خپلو ګټو او همدارنګه د امريکا د سوداګريز سکتور او مشتريانو پر غوښتنو له غور وروسته يې پرېکړه کړې، چې د امریکا غوښتنه ومني او ورسره تماس ونيسي.
نوموړي زياته کړه، چې د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ به سويس ته د سفر پر مهال د چين د مرکچي پلاوي د مشر په توګه د امريکا د مرکچي پلاوي او د دغه هېواد د ماليې له وزير سکوټ بيسنټ سره خبرې وکړي.