د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۶مه نېټه د جرمني منتخب صدراعظم فريېدريچ مېرز ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
ده په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او جرمني هراړخيز ستراتيژيکي همکاران دي. د هغه په خبره، د چين او جرمني د اړيکو له ټينګېدو راهيسې په تېرو ۵۳ کلونو کې دواړو هېوادونو يو بل ته درناوی او اعتماد کړی،د متقابلو ګټو پر اساس يې همکارۍ درودلې او د لوړې سويې په همکارۍ سره يې دوه اړخيزو اړیکو ته تلپاتې او سالم پرمختګ ورکړی. هغه زياته کړې، چې اوسمهال نړیوال وضعيت پېچلی دی، د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپې پکې پورته شوې، خو د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو د جريان مخه نشي نیولای.
نوموړي زیاته کړې چې په نړۍ کې چين دوهم لوی اقتصاد او جرمني درېيم لوی اقتصاد دی، دواړه هېوادونه بايد پر مساواتو او عدالت ټينګار وکړي، خپلنځي تبادلې دې زیاتې کړي، يو د بل له تجربو دې زده کړه وکړي، يووالی او همکارۍ دې لا ټينګې کړي، په ګډه سره دې په نړۍ کې شته بحرانونه حل کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته دې ګټې ورسوي، څو د نړۍ د مساوي او منظم څو قطبي کېدو او د اقتصاد د ټولشموله نړيوال کېدو لپاره ګډه هڅه وکړي.