د چين دولت د رئیس مرستیال هان جنګ د مې په شپږمه په پلازمېنه بېجينګ کې د دغه هېواد او اروپايي ټولنې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰ مې کليزې په مېلمستيا کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړي د خپلې وينا پر مهال وويل، د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ تګ راتګ د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰ کلونو راهیسې ورځ تر بلې زیات شوی، د ګډو ګټو ادعام يې په پرله پسې توګه ژور شوی او ګډې همکارۍ يې هم پراخې او لوړې شوې، چې هم دواړو خواوو ته او هم نړۍ ته ګټې رسوي.
نوموړي زياته کړه، د چين دولت رئیس شي جين پينګ ويلي، چين او اروپا د ګټو په برخه کې یو د بل په ټکر نه دی او جيوپوليټيک تضادونه هم نه لري، بلکې يو د بل همکاران دي.
هان جنګ له دې مېلمستيا مخکې په جلاجلا توګه د اروپايي شورا له پخواني رئيس چارليس ميشل او په چين کې د دې ټولنې د ډيپلوماتانو له استازو سره وکتل او له هغوی سره يې د خبرو پرمهال د چين او اروپا ۵۰ کلنۍ اړيکې مثبتې ارزولې او ويلي يې دي، چې د دواړو خواوو د تقنيني ارګانونو ترمنځ خبرې بيا پیل شوې او د دواړو خواوو اړيکو ته نوی خوځنده ځواک ورکوي.