د چين اقتصاد د کارګرو نړيوالې ورځې په پنځه ورځنۍ رخصتۍ کې دوامداره وده کړې ده.
بهرنیو رسنیو د چین د مصرف د تشریح لپاره د ګرم بازار کلمه کارولې ده. د هسپانيې “پاینیر” ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د چین په ډېرو سیلانیزو ځایونو کې د سیلانیانو د راجلبولو لپاره د انسانانو په څېر روبوټونه ځای پر ځای شوي دي. دغو روبوټونو د ډېرو سیلانيانو پاملرنه راجلب کړې او د دوی لپاره د لارښوونې او حتی د نندارې خدمتونه برابروي.
په چین کې د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې ۳۱۴ میلیونو خلکو سفرونه کړي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاریه ۴ سلنه زیاتوالی ښيي او د سیلانیانو لګښت ۱۸۰ ميلیارډو ۲۶۹ میلیونه یوانه ښودل شوی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې د ورته لګښت په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د روان کال د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې د چين د لویو ښارونو سربېره، ډېر کوچني ښارګوټي هم د سیلانيانو تمځايونه وو او هره خوا ګرم بازار روان و.
د چين په ځینو کوچنیو ښارګوټو کې په هوټل کې د کوټو د نيولو سپارښتنه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۴ سلنه زیاته وه او د سیلانیزو ځایونو د ټکټونو پلور هم دوه چنده لوړ شوی و. دا د دې څرګندويي کوي، چې د چین د کورني بازار پټ توان ورځ تر بلې پراخېږي.
د یادونې ده، چې د چین فلمي چارو هم سږ کال دوامداره وده کړې ده. په چين کې د ۲۰۲۵م کال له پيل څخه د مې تر ۵مې نېټې پورې د چیني فلمونو د ټکټونو د پلور ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی موندلی او د فلومونو په نړیوال بازار کې يې مخکښ ځای خپل کړی دی.
د چین د لګښت او بازار وده د نړۍ لپاره هم يو ښه خبر دی. چیني سیلانیانو د روان کال د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې د نړۍ له ۱۸۳۷ ښارونو څخه لیدنه کړې، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۴۰۰ زياتوالی ښيي.
د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر اجرائیوي مشر پاول ګریفیتس رسنيو ته ويلي، چې د امریکا د لوړو تعرفو تګلارې پر نړیوالو سیلانیزو چارو منفي اغېز کړی او بې ثباتي یې زیاته کړې، خو منځني ختیځ ته د چیني سیلانیانو تګ د سیلانۍ بازار ګرم ساتلی دی.
د چین د وارداتو او صادراتو ۱۳۷م نندارتون د کارګرو د پنځه ورځنۍ رخصتۍ په وروستۍ ورځ پای ته ورسېد. په دغه نندارتون کې د سوداګرۍ ډېرو شاخصونو تاریخي ریکارډونه جوړ کړي او ډېرو بهرنيو سوداګرو رسنيو ته ويلي، چې دوی به له چين سره همکاريو ته دوام ورکړي.
ځيني هېوادونه د نړۍ د پاشل کېدو “دیوالونه” جوړوي، خو چين بیا د همکاريو دروازې پراخوي او د ګډو ګټو فرصتونه رامنځته کوي.