د کاپیسا ولایت د محمود راقي ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې یې څه باندې ۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د محمود راقي ښاروال مولوي عبیدالله حسام رسنیو ته ویلي، چې د تېر مالي کال په ترڅ کې یې ټولټال ۳۴ میلیونه ۷۱۵ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دا عواید د مارکېټونو د کرایې، د جوازونو د وېش، د صیادو پارک او له نورو بېلابېلو سرچینو څخه راټول کړي دي.