د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هند پر پټان کوټ، جېسلمیر او سرینګر بریدونه ردوي او دا د هند له لوري سیاسي انګېزه لرونکې خبره بولي. اعلامیې زیاته کړې چې هند دغه تورونه پرته له کومې کره څېړنې لګولي دي. پاکستان ویلي، سولې ته ژمن دي او له ګواښونو او ناسمو تورونو نه ډاریږي. اخوا هندي رسنیو د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هندي هوایي ځواکونو په پټان کوټ سیمه کې د پاکستان جیټ الوتکه ویشتلې ده.